IQNA

په پرَدیو باندې هیڅ اطمینان او باور نشي کیدلی

21:56 - November 24, 2020
د خبر لمبر: 3483833
تهران (ایکنا) - حضرت آيت ا... العظمي سید علی خامنه اي پر بندیزونو د غلبې او دهغو د بې اغیزه کونې لارې ته په اشارې سره ووئیل ، دغه لاره ممکنه ده ، د کار په پیل کې سختیانې او مشکلات ولرل شي ، خو په زیار او نوښت سره او د مشکلاتو په مقابل کې په کلکې دریدا سره پر بندیزونو غلبه کیدلی شي
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  نن د درو واړو قواؤ له مشرانو او داقتصادي غږملتیا د لوړې شورا له غړو سره په  کتنې کې ، بندیزونه  د ایران په ضد دامریکا او دهغې داروپائي شریکانو  د جنایت او تراخۀ واقعیّت په توګه بللي او فرمائيلي ئې دي ؛ دغه جنایت کلونه کیږي ، چې  د ایران دملت په ضد ترسره کیږي ،خو  په وروستیو درو کلونو کې لازیات شوی دی .
 حضرت آيت ا...  العظمي سید علی خامنه اي  پر بندیزونو د غلبې او دهغو د  بې اغیزه کونې لارې ته په اشارې سره ووئیل ، دغه لاره ممکنه ده ، د کار په پیل کې سختیانې او مشکلات ولرل شي ، خو  په زیار او نوښت سره او د مشکلاتو په مقابل کې په کلکې دریدا سره  پر بندیزونو غلبه کیدلی شي  او  مقابل لوری  د بندیزونو بې اغیزوالی کله وګوري ،نو پخپله به سوکه سوکه  له بندیزونو لاس واخلي .
 دوي په دې خبرې په ټينګار سره چې  باید داسې  وګڼل شي ، چې له بهره  هیڅ  ستونزه نه حل کیږي ، ووئیل،هغه کسان چې  دوي ته ځيني د تمې سترګې نیسي ، ددوي داخلی شرائط  هیڅکله هم روښانه نه دي او د دوي په خبرو هیڅ اعتبار او پلانونه نشي کیدلی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود  همداراز د درو اروپائي هیوادونو وروستیو چټیاتو ته  اشاره کړې او وئيلي ئې دي،دوي په داسې حال کې   چې  دسیمې په مسئلو کې  تر ټولو زیاتې کرغیړنې لاسوهنې  لري،ایران ته وائي ،  په سیمې کې دخالت مه کوئ  او په داسې حال کې چې  انګلستان او فرانسه  ویجاړنوکي ایټمي توغندي  لري،او جرمني هم  په دې لاره ځي ،  اسلامی ایران ته وائي ، توغندی ونه لرئ .
تهران راډیو
captcha