د امریکا په بیلابیلو سیمو کې په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ډزو کې ۴۷کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي .
د امریکا د وسلوالو تاؤتریخوالو د احصایو د ثبتونکي مرکز بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دي د متحده ایالاتو په مختلفو ښارونو او سیمو کې د ډزو ۵۵موردونه ثبت شوي چې له امله ئې اولس کسان وژل شوي او ۲۹نور ټپیان شوي دي .
ددغه راپور په اساس،زیاتره ډزې په میزوري، الاباما اوالیناؤ ایالتونو کې شوي دي . امریکا د تاؤتریخوالو،برمتګرۍ او وسلوالو حملو له نوي څپې سره مخامخ شوې ده .
د امریکا په بیلابیلو سیمو کې د ډزو له امله په کال کې په زرګونو کسانو ته مرګ ژوبلې اوړي . د رسمی راپورونو په اساس ، په امریکا کې کابو له دوه سوه اویا میلیونو رانیولې تر درو سوو میلیونوپورې ګَرمې وسلې موجودې دي ،یعني په دغه هیواد کې د هر یو کس لپاره یوه وسله موجوده ده .
په امریکا کې د ښاریزو حقوقو ددفاع کونکو او ملاتړو ډلو له غوښتنو سره سره ، د وسلو د لابیانو د پیاوړتیا او قدرتمنیدا په علت تر دې دمه د امریکا یوه حکومت هم په دغه هیواد کې د وسلو د پيرپلور او ګرځولو د محدودولو په باب هیڅ ډول قانون نه دی جوړ کړی او ددغه هیواد ولس ئې د وسلو او د وسلو د پيرپلور دشرکتونو او لابیانو په رحم او کرم پریښودلی دی . دامریکا اوسنی جنجالی ولسمشر ډونالډټرمپ پخپله د امریکائي وسله لرونکو یو اصلی ملاتړی دی .
تهران راډیو