د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده ایران پرس سره په مرکه کې وویل: په افغانستان کې د اسټرالیایي فوځیانو د جنایتونو په اړه خپاره شوي راپورونه دردوونکي دي او ایران لپاره د ابوغریب د پېښو یادوونکې ده.
خطیب زاده د بشري حقوقو د مدعیانو له خوا د بشري حقوقو نقضېدا څخه د خواشینۍ په ښودلو سره وویل: د افغانستان د خلګو دردونه نه ختمېدونکي دي او ایران د افغانانو په غمونو کې ځان شریک بولي.
اسټرالیا د امریکا د نږدې ملګرو څخه بلل کیږي چي د ۲۰۰۱ میلادي کال را په دې خوا خپل ځواکونه افغانستان ته واستوله، د ځینو شواهدو له مخې د اسټرالیایي ځانګړې ځواکونه د څو کلونو په موده کې ۴۰ ملکي وګړي د ماشومانو او ښځو په شمول یې وژلی دی.
په یو مورد کې اسټرالیايي ځواکونو په یوه خونه کې یوه ښځه او ورسره ۶ ماشومان یې وژلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په دوام کې د افغانستان د سولي له بهیر څخه د تهران پر ملاتړ باندې په ټینګار سره زیاته کړه: له بده مرغه په سیمه او په تېره بیا په افغانستان کې د ټروریسم او د تاوتریخوالو څپه رامینځ ته شوې چی د حل یوازنۍ لاره یې خبرې اترې دي.
تهران راډیو