IQNA

په ایران کې په کرونا نور۴۰۶ ککړ کسان قرباني شول

21:29 - November 27, 2020
د خبر لمبر: 3483845
تهران (ایکنا) - په درستې نړۍ کې تر دې دمه په کروناویروس د ککړو شمیر څه ډپاسه یو شپیته میلیون تنو ته رسیدلی دی چې له دوي کابو یو میلیون څلور لکه څلویښت زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او کابو درې څلویښت میلیون کسان هم په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
 د ایران دروغتیائي چارو وزارت ویندوئې  میرمن سیما سادات لاري نن په هیواد کې په کرونا د ککړو  کسانو د وروستیو احصایو په بیانولو سره وئیلي دي ،په تیر شواروز کې په ایران کې  په  کروناویروس  نور څوارلس زره یو پنځوس ککړکسان پيژندل شوي دي چې له دوي دوه زره دوه سوه پنځه څلویښت کسان  په روغتونونو کې بستري شوي دي.
میرمن لاري  ددې خبرې په کولو سره چې تر دې دمه په درست ایران کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر انه لکه دوویشت زره څلور سوه تنو ته زیات شوی دی ،وئیلی دي،په تیر شواروز کې په ایران کې په کرونا ککړو څلور سوه شپږ کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی  چې له دوي سره  تردې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر  اوه څلویښت زره  پنځه نوي تنو ته رسیدلی دی .
  د ایران دروغتیائي چارود وزارت د ویندوئې په وینا، تردې په ایران کې کابو شپږ لکه  څلویښت زره  ککړ کسان په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي.
  په درستې نړۍ کې تردې دمه په کروناویروسد ککړو شمیرڅه ډپاسه یو شپیته میلیون تنو ته رسیدلی دی چې له دوي کابو یو میلیون څلور لکه څلویښت زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او کابو درې څلویښت میلیون کسان هم په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي.
تهران راډیو
captcha