د سورئې په شمال ختیځ ادلب کې د ترکیې تیریګر پوځ په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ، د ادلب ولایت په جنوبی برخې کې ئې د سراقب ښار په ختیځ کې خپل پلټونکي پوځي مرکز خالی کړی دی .
د روان میلادي کال له هماغه پیله تردې دمه دترکیې لس پوځي نیواکي مرکزونه د سورئې د پوځ په کلابندۍ کې ورغلي او دغو پوځي مرکزونو خپل کارندوالی اصلا له لاسه ورکړی دی .
د ترکیې پوځ له ترهه ګرو سر ه دمبارزې په پلمه ، د سورئې د شمالي سیمو ځینې برخې نیولي دي او دترکیې پوځي ځواکونه په دغو سیمو کې شتون لري .
د سورئې حکومت د ترکیې او له هغو سره د اړونده تالی څټو ځواکونو شتون دسورئې د خاورې نیواکګري بللي او د دوي په زر ترزره وتلو ئې ټينګار کړ ی دی.
تهران راډیو