د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ژائو لیجیان په افغانستان کې د اسټراليايي پوځيانو د جنګي جرمونو په اړه خپرو شويو رپوټونو ته په اشارې سره ويلي چې ددغه تحقيقي راپور د افشا شويو جزئياتو په اورېدو يې ټکان خوړلی.
نوموړي په افغانستان کې د اسټراليايي پوځيانو د جنګي جنايتونو په غندلو سره ويلي چې چين په دې اړه د دقيقو تحقيقاتو او د مجرمينو د محاکمې غوښتنه کوي.
په خبر کې راغلي چې ژائو لیجیان پر هغو ځينو لوېديځو هېوادونو نيوکه وکړه چې له بشري حقونو څخه ددفاع دعوا کوي، ټينګار يې وکړ چې په دغه راپور کې رسوا شويو حقيقتونو د بشري حقونو په اړه ددغو هېوادونو رياکاري په ډاګه کړه.
خبر زياتوي چې نوموړي وياند له لويديځو هېوادونو څخه وغوښتل چې د بشري حقونو په پلمه دې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې مداخلې بندې کړي.
دا په داسی حال کې دی چي تر دې مخکې نړيوالې جنايي محکمې په افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو د جنايتونو په اړه د پلټنې غوښتنه وکړه، خو د امريکا حکومت نه يوازې دغه غوښتنه رد کړې، بلکې د يادې محکمې پر مشرانو يې بنديزونه هم لګولي.
تهران راډیو