سید جواد حسینی نن د شهید فخري د ټرور د ترهګرو لاملینو په غندلو سره وویل: دغه له ناځوانی څخه ډک اقدام، د اسلامي ایران د دښمنانو منجمله د امریکا او د صهیونیستي رژیم د عجز او د کمزوریو ښکارندوی دی.
د افغانستان د عدالت او د پراختیا د سیاسي ګوند مشر زیاته کړه: په ایران کې د علمي ستر شخصیت او وتلی ساینس پوه د ټرور په اړه تر اورېدلو وروسته زیات خواشینی شوم.
دا په داسي حال کې دی چي دغه ترهګریزه پېښه په افغانستان کې په رسنیو او ټولنیزو چینلونو کې پراخ انعکاس درلودلې ده.
تهران راډیو