IQNA

مالیزیې د ایران د ایټمي ساینس پوه د ټرور غندنه کړې

23:28 - November 28, 2020
د خبر لمبر: 3483850
تهران (ایکنا) - په مالیزیا کې د اسلامي سازمانونو د مشورتي شورا مشر د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران د ایټمي ساینس پوه شهید محسن فخري زاده ټرور په کلکو ټکو غندلی دی.
 داکټر محمد عزمي عبدالعزیز د یوې اعلامیې په خپرولو سره د شهید فخري کورني ته په تسلیت ویلو تر څنګ اعلان وکړ چي دغه ټرور به د اسرائیل او د امریکا د حکومتي ټروریسم په وړاندې د مقاومت لپاره د ایران د ولس په اراده کې کوم بدلون را نه ولي.
عزمي زیاته کړه: د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د لوی قومندان سردار قاسم سلیماني تر ټرور وروسته دا دوهم ایرانی جګپوری چارواکی دی چي په هدفمنده توګه ټرور کیږي، د محسن فخري زاده شهادت د جنګ لباره لمسوونکی اقدام دی او ډیري جدي پایلې به ولري.
په مالیزیا کې د اسلامي سازمانونو د مشورتي شورا مشر وویل: هیڅ شک نشته چي د دغه ایراني ساینس پوه په ټرور کې د اسرائیلو لاس دی، د دغه یرغلګر رژیم د ټرورونو مستندات شتون لري، د ایران د ایټمي ساینس پوهانو ټرور د اسلامي جمهوریت د ودې او د پوهنیز پرمختګ د مخنیوي په موخه تر سره کیږي، نړیواله ټولنه نه شي کولای دغه موضوع یوازې په ایران پوري مربوط وګني.
تهران راډیو
captcha