تهران (ایکنا) - د اسلامی ملګرتیا موسیسې د افغانستان له حکومته پر پریکنده ملاتړ په ټينګار سره ، له غړو هیوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتل شوي څو له ترهه ګرۍ سره په مبارزې ، د نشه ایزو موادو له قاچاق سره په مقابلې کې او همداراز امنیت ، سولې او ثبات ته رسیدا تل پاتې او جامعې پراختیا ته درسیدا لپاره دې دافغانستان دحکومت او ولس ملاتړ او مرستو ته دوام ورکړي .
د اسلامی ملګرتیاموسیسې د خارجه وزیرانو د شورا غونډې په پایزې اعلامیې کې ددغې موسیسې له غړو هیوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتل شوي دي ،په افغانستان کې د جنګ جګړو او د دغه هیواد د خلکو دمرګ ژوبلو د مخنیوي لپاره دې جدي هڅه وکړي .
په دغې اعلامیې کې همدرااز د یوې سیاسی حل لارې ته درسیدو لپاره د افغانستان په مالکیّت او رهبرۍ کې د پراخ بنسټه سولې غوښتنه شوې ده .
د اسلامی ملګرتیا موسیسې د افغانستان له حکومته پر پریکنده ملاتړ په ټينګار سره ، له غړو هیوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتل شوي څو له ترهه ګرۍ سره په مبارزې ، د نشه ایزو موادو له قاچاق سره په مقابلې کې او همداراز امنیت ، سولې او ثبات ته رسیدا تل پاتې او جامعې پراختیا ته درسیدا لپاره دې دافغانستان دحکومت او ولس ملاتړ او مرستو ته دوام ورکړي .
د وئيلوده چې په دغه پریکړه لیک کې د امریکاحملو او په جنګ کې چې واشنګټن ئې پیلونکی دی،د افغانستاند لسګونو زره عامو خلکومرګ ژوبلو او د ترهه ګروحملو، بې ثباته او ناکراریو ته هیڅ اشاره نه ده شوې .
خبرګذاري تسنیم