د ایران دفاع وزیر وویل: د ایران ولس به د ځان خلاف هیڅ ډول جنایت، ټرور او احمقانه کار بې ځوابه پرې نږدي
د ایرنا د خبر له مخې، جنرال امیر حاتمي نن د ایران د غوره ایټمي او دفاعي پوهاند شهید محسن فخري زاده د جنازې په دستورو کښې وویل: جنایتکاران دې خبر شي چې د خپل عمل سزا به ورکول کیږي.
جنرال حاتمي د هغو ولسونو او حکومتونو په قدرونې سره چې د ایران د ایټمي پوه د وژلې له ترهګر اقدامه یې کرکه څرګنده کړې ده، د ترهګرو ملګرتیا او ورسره جوړجاړې کونکو حکومتونو او نړیوالو ارګانونو ته خبردارې ورکړ چې دغه سپین سترګي ترهګر دې لا نه سپين سترګې کوي او ترهګري به په راتلونکي وخت کښې خپله دوي هم په نښه کړي.
تهران راډیو