IQNA

صهیونیسټي رژيم او منافقین د ایران د ایټمي پوهاند په وژله کښې لاس لري

19:20 - November 30, 2020
د خبر لمبر: 3483862
تهران (ایکنا) - د ایران د تکړه ایټمي او دفاعي پوه په ټرور کښې د صهیونیسټي رژيم او د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ لاس دی.
د ایران د تکړه ایټمي او دفاعي پوه په ټرور کښې د صهیونیسټي رژيم او د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ لاس دی.
د ایران پریس نړیوال خبري آژانس د خبر له مخې د ایران د مشهور او تکړه ایټمي او دفاعي پوهاند شهید محسن فخري زاده د شهادت په ځاې کښې موندل شوي اسناد او مدارک په دغه ټرور کښې د صهیونیسټي رژیم د دخالت او د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ د ګډون ښودونکي دي.
د ویلو ده چې وسله والو ترهګرو تیره جمعه د ایران د دفاع وزارت د تحقیقاتو د ادارې په مشر محسن فخري زاده چې د هیواد د ایټمي صنعت ستر پوه و، باندې حمله وکړه او هغه یې شهید کړ.
تراوسه د روسیې، ونزویلا، سویلي افریقې او ترکیې په شمول د نړۍ ډیرو هیوادونو د ایران د دغه ایټمي پوهاند وژله غندلې ده.
تهران راډیو
captcha