IQNA

د اسرائیلو الوتکې د عربستان له فضا تیریږي

23:04 - December 01, 2020
د خبر لمبر: 3483865
تهران (ایکنا) - د ايي څلرویشت نیوز په نوم ټیلي ويژن راپور ورکړ د سعودي عربستان رژيم د امریکا د حکومت له دباو وروسته متحده عربي اماراتو ته د تلونکو الوتکو په لاره کښې له خپل هوايي حریم څخه د صهیونیسټ رژیم د تجارتي الوتکو د تیریدا اجازه ورکړي ده .
څرنګه چې د صهیونیسټ رژیم الوتکو د سعودي عربستان د فضا د پاسه د نیغ  په نیغه الوتونو لپاره دائمي اجازه نلرله د صهیونیسټ رژيم مشرانو په تیرې دوشنبې ورځ د دغه اجازې د ترلاسه کولو لپاره د امریکا د حکومت د مرستې او مداخلې غوښتنه وکړه .
د صهیونیسټ رژيم له دغه غوښتنې وروسته د امریکا د ولسمشر لوړرتبه سلاکار جیراډ کوشنر او د ولسمشر مرستیال اوی برکووینز د سعودي عربستان له چارواکو سره په خبرو کښې د عربستان له حریم څخه د صهیونیسټ رژيم د تجارتي الوتکو د تیریدا اجازه ترلاسه کړه .
تهران راډیو
captcha