د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له یو افغان ماشوم سره د آسټریلیايي پوځي د بدرفتارۍ او ناوړه چلند په هکله د یو انځور خپریدو په غبرګون کښې وویل چې د دغه انځور په اړه یې خپل تحقیقات او څیړنې پیل کړې دي.
د افغانستان د خارجه وزارت په بیانیه کښې راغلي دي: د افغانستان د اسلامي جمهوریت خارجه وزارت له یو افغان ماشوم سره د یو آسټریلیايي عسکر د ناوړه سلوک د انځور په خپریدو خبر دی او په دې لړ کښې یې څیړنې او تحقیقات پیل کړي دي.
تهران راډیو