د بحرین د شیعیانو لارښور له مومنینو غوښتنه کړې چې د آیت الله مصباح یزدي د لوې عمر او روغتیا لپاره په لمونځونو کې دعا وکړې او صدقه ورکړي.
شیخ عیسی قاسم په دغه بیانیه کې دعا کړې چې خدای دې آیت الله مصباح یزدي ته د اسلام او مسلمانانو د لازیات خدمت کولو لپاره روغتیا ورکړي.
د آیت الله مصباح یزدي د ناروغتیا خبر په خپریدو سره د دوي دفتر په یو بیانیه کې خبر ورکړ چې دوي سخت ناروغه دي او په کور کې د ډاکټرانو د څارنې لاندې دي. په دې بیانیه کې له ټولو مینه والو غوښتنه شوې چې د دوي د زر تر زره روغتیا او صحت لپاره دعا او توسل وکړي.
3938821