د عراق دالفتح غورځنګ پارلیماني فریکشن نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره له دغه هیواده دامریکائي ترهه ګرو پوځیانو د وتلو لپاره د مهال ویش دبرابرولو په ضرورت ټينګار کړی دی .
د عراق په پارلیمان کې د الفتح ائیتلاف استازي مختار الموسوي بیګا په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي،الفتح ائیتلاف به د عراق د حاکمیت څخه په دفاع کې دعراق د ملت د ګټو په باب تر ټولو کوچنی سازباز هم ونه کړي او دعراق حاکمیّت سره کرښه ده .
الموسوي ټينګار کړی دی ،حکومت له هغو امریکائي پوځيانو سره په مخالفت کې د پآرلیمان د مسودې اجرا ته پابند دی چې په غیر قانوني توګه دعراق په ټاټوبي کې شتون لري ، البته له عراقه د امریکائي پوځيانو د ویستلو په موضوع کې د مصطفی الکاظمي د حکومت له خوا یو ډول لټئ شته دي .
تهران راډیو