IQNA

د اتوپیا او ایران دیني خبرواترو دریمه دوره ترسره کېږي

5:55 - December 06, 2020
د خبر لمبر: 3483880
تهران (ایکنا) - په آدیس آبابا کې د ایران د کلتوري سازمان په مرسته، د اتوپیا او ایران دیني خبرو اترو دریم دور د «په مسیحیت او اسلام کې دینداري او کرونا ویروس» تر عنوان لاندې ترسره کېږي.

په آدیس آبابا کې د ایران د کلتوري سازمان مشر سلمان رستمي، د مکانیسوس مسیحي پوهنتون مشر بروک آیله او د دې پوهنتون له مسرستیال عبدي سره کتنه وکړه او د مسیحست او اسلام ترمینځه د خبرونو اترو دریمې دورې د ترسره کولو په اړه یي خبرې وکړي.
رستمي په خبرو کې، د مکانیسوس مسیحي پوهنتون د دې دواړو هیوادونو ترمینځه د دیني خبرونو دوه دورو تر پای په رسولو کې له همکارۍ مننه او ستاینه وکړه، او هیله یې څرګنده کړه چې د مسیحیت او اسلام ترمینځه دیني خبرې اترې په په راروان وخت کې نور هم پراخیتا ومومي.
د دې کتنې په دوام کې، د اتوپیا او ایران دیني خبرونو اترو د دریمې دورې موضوع«په اسلام او مسیحیت کې دینداري او کرونا ویروس» په انګلیسۍ کې عنوان «Corona and Religiosity in islam and Christiantiy» وټاکل شو چې ایراني او اتوپیایي پوهان به پرې وینا کوي.
همداشان وټاکل شوه چې د ویناووو وروستو به د اتوپیایي محصلان لپاره د ویبنار په اخیره کې د دې موضوع په اړه پوښتنې او ځوابونو لپاره وخت هم ورکړې شي چې د پوهنتون د غوندې په تالار کې به د استادانو او محصلانو په شتون سره دا دوره له ویبنار په شکل کې له ویډیو پروژکټور له لارې ترسره شي.
3939187

captcha