IQNA

د پاکستان سیاسي ګوندونه د عمران خان څنګ ته کیدل غواړي

11:59 - December 14, 2020
د خبر لمبر: 3483902
تهران (ایکنا) - رویټرز خبري اژانس وايي د پاکستان د حکومت ضد د سیاسي ګوندونو د غورځنګ پي ډي ایم (Pakistan Democratic Movement) مشرانو په خپلو ملاتړو ټینګار کړی دی راتلونکي میاشت کښې په اسلام اباد کښې په پراخ لاریون کښې ګډون وکړي کوم چې د لومړي وزیر عمران خان له قدرت څخه په لیرې کولو ټینګار دی .

د پاکستان د حکومت د مخالفو سیاسي ګوندونو غورځنګ پي ډي ایم ادعا کوي چې لومړی وزیر عمران خان د پوځ په مرستې سره د دوه زره اتلسم (۲۰۱۸) میلادي کال په انتخاباتو کښې واک ته رسیدلی دی .
د پاکستان د ډیموکراټیک غورځنګ په شمول د حکومت د یولسو (۱۱) مخالفو سیاسي ګوندونو غورځنګ په سیاسي چارو کښې د لاسوهنې د بندولو لپاره پوځ د دباو د راوستلو او له واک څخه د لومړي وزیر عمران خان د څنګ کیدا په هدف سره له تیرې سپتمبر میاشتې راهسې پراخ لاریونونه پیل کړي دي .
د پاکستان د حکومت د مخالفو سیاسي ګوندونو یوه(۱) مشر او د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د خبرو اترو وخت پاې ته رسیدلی دی د انتخاباتو د ترسره کیدا غوښتنه وکړه .
په مقابل کښې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د حکومت د مخالفو سیاسي ګوندونو په مشرانو سخته نیوکه کړي ده او د هغوې لاریونونه یې غندلي دي او وايي دغه لاریونونه د حکومت د مخالفو سیاسي ګوندونو د مشرانو پرضد د فساد د دوسیو د تحقیقاتو د بندولو لپاره د امتیاز د اخیستلو لپاره دي .
عمران خان په پاکستان کښې د کورونا ویروس د زیاتیدا په وخت کښې د حکومت د مخالفو سیاسي ګوندونو په لاریونونو سخته نیوکه کړي ده .
په پاکستان کښې په تیرو څلرویشتو(۲۴) ساعتونو کښې په کورونا ویروس درې زره درې سوه نهه اویا(۳۳۶۹) کسان ککړ شوي او او دوه اویا (۷۲)نور کسان مړه شوي چې دا له تیرې جون میاشتې راهسې ترټولو زیات شمیر ګڼل کیږي.
تهران راډیو
captcha