IQNA

د افغانستان د سولي خبرې به له دریو اوونیو ځنډ سره مخ شي

12:13 - December 14, 2020
د خبر لمبر: 3483905
تهران (ایکنا) - د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغان سولې په اړه روانې خبرې اتري د درېیو اونیو لپاره ځنډيږي.
افغان رسنیو د افغانستان د مصالحې عالي شورا ته د یوې نېږدې سرچینې په حواله راپور ورکړي چي له لومړي پړاو خبرو وروسته دواړې خواوې غواړي چې د۲۰ ورځو لپاره دمه واخلي.
دا سرچینه وویل، د لومړي پړاو خبرې په بریالیتوب پای ته ورسیدې، خو د دویم پړاو خبرې به له یوې دمې وروسته پیل شي.
دا خبر وروسته له هغه راځي چې تېره سه شنبه د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي وو، چې ډېر ژر به د سولې په تړاو جدي بحثونه پیل شي.
د سرچینې په وینا، دواړو لورو پر دمې هوکړه کړې، خو تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
په افغانستان کی د سیاسي چارو شنونکي بیا وایي، دواړه لوري هڅه کوي چې د دویم پړاو خبرو لپاره له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.
افغان شنونکي مشتاق رحیم په وینا، اوس د افغانستان سولې پروسه اساسي پړاو ته رسېدلې او دواړې خواوې غواړي چې له خپلو مشرانو سره په دې برخه کې مشورې وکړي.
خو بل لور ته د افغانستان د استراتیجیکو څېرنو د دفتر مشر غلام جیلاني ځواک وایي، د افغانستان سولې پروسه د امریکایي لوري تر څار لاندې ده او دا هر څه د کریسمس تر رخصتیو ځنډول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغان سولې مرکچي پلاویو د خبرو د کړنلارې پر ۲۱ مادو د هوکړې خبر ورکړی و.
تهران راډیو
captcha