نوموړی وویل له پرله پسی هڅو سره سره د قراردادي ښوونکو د بیا قرار داد لپاره امکانات برابر نکړای شول نو دهمدې امله یې دننګرهار له خلکو غوښتنه وکړه چې لږ تر لږه هره کورنۍ یو(1) لوستی ځوان یا پیغله ښوونځیو ته دتدریس لپاره ورمعرفي کړي.
حسیب الله شینواري وویل خلکو د دوې دا نوښت خوښ کړ او په همدې موخه یې د چارو د ښه تنظیم لپاره د څلورو(4) علمي او کلتوری بنسټونو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړل.
د نوموړي پر وینا تر اوسه له څلورسوه(400) ډیر ځوانان چې نجونې هم پکې دي او زیاتره یې د پوهنتون زدکړیالان دي د رضا کاره ښوونکو په توګه ورپېژندل شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري. هغه وویل دغو رضاکاره ښوونکو ته به د دندې په پاې کې دپوهنې ریاست له لورې یوه تصدیقپاڼه ورکول کیږي چې دوې سره به د کاري تجربې په برخه کې مرسته وکړي.
ننګرهار کې دا مهال نهه سوه دوه(902) بابه ښوونځی دي چې نږدې یوملیون زده کوونکي پکې پر زده کړو بوخت دي او ددغه زده کونکو دزده کړو بهیر د خواوشاه شپاړس زره(16000) رسمي ښوونکو له لورې پر مخ بیول کیږي .