IQNA

په ایران کې په کرونا کابو یو میلیون او پنځه اویا ککړ کسان ښه شوي

6:53 - January 11, 2021
د خبر لمبر: 3483975
تهران (ایکنا) - د ایران دروغتیائي چارود وزارت د ویندوئې په وینا، تردې په ایران کې کابو یو میلیون او پنځه اویا ککړ کسان په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي.
د ایران دروغتیائي چارو وزارت ویندوئې  میرمن سیما سادات لاري نن په هیواد کې په کرونا د ککړو  کسانو د وروستیو احصایو په بیانولو سره وئیلي دي ،په تیر شواروز کې په ایران کې  په  کروناویروس  پنځه زره او نه سوه اته شپېته ککړ کسان پيژندل شوي دي چې له دوي څلور سوه او اوولس نوي کسان  په روغتونونو کې بستري شوي دي.
 میرمن لاري  ددې خبرې په کولو سره چې تر دې دمه په درست ایران کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر یو میلیون او دوه سوه شپږ اتیا او څلور سوه شپږ کسانو ته زیات شوی دی، وئیلی دي، په تیر شواروز کې په ایران کې په کرونا ککړو یو اویا کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی  چې له دوي سره  تردې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر تر شپږ پنځوس زره او یو سل سل او یو اویا تنو ته رسیدلی دی .
 د ایران دروغتیائي چارود وزارت د ویندوئې په وینا، تردې په ایران کې کابو یو میلیون او څلور اویا زره او اته سوه اوه اتیا ککړ کسان په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي.
 په درستې نړۍ کې تردې دمه په کروناویروس د ککړو شمیر څه د پاسه نوي(۹۰) میلیون تنو ته رسیدلی دی چې له دوي کابو یو میلیون او نهه سوه شپږ دیرش زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تهران راډیو
captcha