د مصر اوقاف وزارت تیره ورځ، په اندونیزیا ژبه کې د قرآن کریم ژباړې ۲۰۰ نسخې د اندونیزیا په پوهنتونونو، مدرسو او دیني موسساتو کې ویش لپاره په قاهره کې د دې هیواد سفارت ته ډالې کړې.
دې وزارت همداشان د اندونیزیا ۷۵ محصلانو ته چې د الازهر مصحلانو اسلامي چارو په عالي شورا کې تحصیل لپاره نوم لیکنه کړې، په اندونیزیايي ژبه کې ژباړه د قرآن کریم نسخه ډالې کړه.
د مصر د اوقاف وزارت په تیرو کلونو کې د اسلامي چارو عالي شورا سره په همکارۍ د قرآن کریم په لسو ژبو انګلیسي، فرانسوي، جرمني، اسپانیایي، روسي، چیني، سواحیلي، اندنیزیایي کوریایي او آلباني کې د ژباړې اقدام کړې و.
3947084