IQNA

په سویډن کې د قرآن د سپکاوي تکرار

16:58 - January 12, 2021
د خبر لمبر: 3483978
تهران (ایکنا) - د سویډن رسنیو د مالمو ښار په یو پارک کې د قرآن کریم له فلزي مجسمې د شتون خبر وکړ. په دې ښار کې په عمومي ځایونو د هرقسمه مجسمې د نصب د بندیز له اعلان سره د قرآن کریم دغه مجسمه همداشان په پارک کې شتون لري او د دې د سپکاوي لامل کېږي.

په سویډن کې د مالمو ښار اوسیدونکو، د دې ښار په Magistratsparken پارک ې د قرآن کریم فلزي مجسمه پیدا کړې ده چې په یوه دونکاچۍ باندې پرته ده.
د سویډن د رسنیو د خبر پر اساس، دا اثر د افراطي او اسلام دښمن پاله ډلو لخوا په دې پارک کې نصب شوې تر څو د هغې په ویچاړولو سره په دې ښار کې د قرآن کریم سپکاوۍ چې له دې مخکې د قرآن کریم نسخې ته اور اچولو سره ترسره شوې و، بیا تکرار شي.
د ځایي رسنیو په وینا، د دې قرآن چې له فلزو جوړ شوې یوه برخه ویجاړه شوې ده او دا په نښه کوي چې یو کس یا ځینې کسانو د دې د ویجاړولو هڅه کړې ده.

3947193

captcha