IQNA

د امریکې لخوا د یمن انصار الله ته د تروریست بللو په اړه د اروپا نیوکه

6:37 - January 13, 2021
د خبر لمبر: 3483981
تهران (ایکنا) - د اروپا اتحادیي په یوه بیانیه کې د امریکې لخوا د ترهګرو ډلو په لسټ کې د انصار الله غورځنګ اچولو په اړه نیوکه وکړه او وې ویل چې دا اقدام، په دغه هیواد کې د شخړو تر پای رسولو لپاره د هر اړخیز حل موندلو په هڅو کې خنډ اچه وي او له سختو سره یې مخامخ کوي.

د اروپایي اتحادیي د بهرنیو سیاستونو ویندوي پیتر استانو، وویل چې دا اقدام به له انصار الله غورځنګ سره په سیاسي او بشر دوستانه کچه کې د نړیوالې ټولنې هڅې شنډه وي او د ډبپلوماتیک اړیکو په لار کې خنډ جوړیږي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان وکړ چې دوي د یمن انصار الله غورځنګ د تروریستي سازمان په توګه په لیست کې اچولو اراده لري. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن اعلان وکړ چې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت خپله پریکړه اعلان کړې چې انصار الله د "بهرنیو تروریستي سازمانونو" په لیست کې یي شامل کړي.
له تیرو شپږو کلونو په یمن کې جګړه ده، چې پکې د امریکې او صهیونیسټ رژیم په ملاتړ د سعودي په مشرۍ عربي ایتلاف د بریدونو په پایله کې شاوخوا ۲۳ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او د ملګرو ملتونو په وینا 80 فیصده نفوس شاوخوا 30 ملیونه یمنیان د ژوندې پاتې کیدو لپاره له ناوړه بشري بحران څخه مخامخ دي چې نړیوالې مرستې ته سخته اړتیا لري، خو دا شخړې د سیمه ایزو مسلو له امله لا پیچلې شوې دي.
3947387

captcha