لویدیځوالو په افغانستان کې د موقتي حکومت د جوړولو لپاره یو پلان جوړ کړی ، چې قدرت د طالبانو او جمهوری نظام ترمینځ برابر ویشي .
ددغه راپور په اساس،د ځینو سرچینو په وینا ،په دغه پلان کې راغلي دي،چې ددغې موافقې له لاسلیک کیدا ورسوته به د یوه هغه اسلامی حکومت ترجوړیدا پورې چې د انتخاباتو له لارې وټاکل شي،موقته حکومت د افغانستان د اداره کولو مسئولیّت په غاړه ولري .
ددغه پلان په اساس ، اجرائي اداره به د ولسمشر ، لومړي وزیر ، پارلیمان او قضائي خپلواکه قوه د افغانستان د موقتي حکومت درې اساسی برخې وي ،او د اسلامی فقې عالی شورا،د اساسی قانون د برابرولو، د ملي پخلاینې دکمیشن، د اور بند پر عملي کیدا دڅارنې او دکډوالو دبیرته ستنیدا او دغه راز د دغه هیواد دراتلونکي حکومت د نورو مهمو برخو لپاره د چارو برابرونکی کمیشن شمیرل کیږي .
ددغه راپور په اساس د افغانستان د موقته حکومت ولسمشر او لومړی وزیر افغان لوري ټاکي او د امنیتی ،دفاعي ، او مالی اورګانونو پشمول درست اساسی اورګانونه د جمهوری نظام او طالبانو ترمینځ په برابر ډول ویشږي . همداراز ددغه پلان په دوام کې راغلی دي ، چې پارلیمان به ۳۳۴غړي ولري چې په هغو کې ۲۵۰ اوسني غړي هم شامل دي او ۸۴نور غړي به طالبان معرفي کړي .په همدغو شرائطو کې ، د افغانستان د مشرانو جرګې په یو سل دوو غړو کې به هم ۳۴د طالبانو په وسیله ، ۳۴دجمهوری نظام په وسیله او ۳۴ نوره هم ولایتی شوراګانې وټاکي .د افغانستان قضایه قوه به هم نهه غړي ولري ، چې څلور به ئې طالبان، څلور نور به ئې داوسني حکومت او یو بل غړی به ئې هم ولسمشر منصوب کړي .
دامریکا حکومت مدعي دی چې په افغانستان کې د موقته حکومت له پلانه ملاتړ نه کوي ، خو په کابل کې د واشنګټن استازي زلمي خلیلزادتائيد کړې ده چې له د غه پلان سره موافق دي .