د پاکستان لومړي وزیرعمران خان نن په اسلام ابادکې له ایران سره د سرحدي تجارت دمدیریّت او د دواړو هیوادونو ترمینځ دپوله ایزو بازارونو دجوړولو پشمول د بین بیخ بینائي پلان لپاره د پاکستان د اقداماتو د ارزونې په ځانګړي ناستې کې ټينګار کړی ، له اسلامی ایران سره د سرحدي صوبې په توګه په تیره بیا په پولې کې له اوسیدونکو څخه د ملاتړ په توګه د بلوجستان صوبې داوسیدونکو د ژوند دښه کولو لپاره د واړو واړو سرحدي بارازونو جوړول ډير اهمیّت لري .
دغه غونډه د ایران او پاکستان ترمینځ د دوهمې رسمي سرحدي لارې له پرانیستو له یوې میاشتې هم په کم وخت کې ترسره شوي ده .
د ایران ریمداناو دپاکستان د ګبد سرحدي سړک،د ایران د لارو او ښارونو د جوړونې د چارو د وزیر محمداسلامي او د پاکستان ددفاعي تولیداتو د وزیرې میرمن زبیده جلال او د کورنیو،بهرنیو او دصنعت او معدنونو د چارو د وزیرانو د مرستیالانو او نورو مسئولانو په شتون سره سږکال په لیندۍ میاشت ۲۹نیټه په رسمي توګه افتتاح شوی دی .
ددغه راپور په اساسد پاکستان لومړي وزیر د تیرېمیاشتې په مینځیو کېد امنیت اوسرحدونوپرلاښه مدیّریتد څارنې د نوي ادارې د جوړولوحکم صادر کړی او د هغه په اساسپه موقعېاطلاعات او چارې چټکې کیږي .
د سرحدونو پر مدیّریت د څارنې نوي اداره دپاکستان د کورنیو چارو د وزارت د مرستیالۍ په مشرۍ فعالیت کوي او اصلي موخه ئې دتجارت دلومړیتوب او البته په کرارو پولو کې د تجارت پرمخ بیولل دي.
ایرنا خبر