د فرانسې لومړي وزیر، ژان کاستکس، د ماشومانو لپاره د دیني بردې غیر قانوني ګڼلو وړاندیز رد کړ. د هغه حکومت مدعي دی جې هڅه کوي په دغه هیواد کې د سکولار سنت حفظ کړې او د کلتوري اختلافاتو د احترام ترمینځه تعادل رامینځته کړي.
د مسلمانانو ماشومانو لخوا د مخ پټولو پردې قانوني منع وړاندیز، د امانوئل مکرون د ګوند د یو غړي لخوا و، دا په داسې حال کې دي چې مکرون په راروان کال کې د انخاباتو لپاره بیا دواطلب کېږي او هڅه کوي چې د پارلمان له لارې یو اختلافي قانون تصویب کړي تر څو له اسلامي افراط ګرو سره مقابله وکړي.
وړاندیز چې د ماشومانو لپاره د سکارف په کارولو بندیز ولګوي، تیره ورځ د مکرون او مارین لوین ګوندونو له ځینو چارواکو لخوا، رد شوی دی.
دا په داسې حال کې دي چې د مانوئل مکرون اسلام ویرونکي اقداماتو په غبرګون کې د یو فرانسوي معلم وژنه، د اسلامي نړۍ سخت غبرګونونو سره مخ شوې دی. د هغه ځواب چې د پولیس په تقویت او د هغه جوماتونو چې په غیر قانوني ډول د پیسو په اخیستلو مشکوک دي، هغه د اسلامي هیوادونو په شمول د ترکیي له نیوکو سره مخامخ کړۍ دی.
فرانس په مدرسو کې له څرګنده دیني سمبولونو استفاده په ۲۰۰۴ کې او په ۲۰۱۰ کال کې په مخ پټولو بندیز لګیدلی و.
3948589