IQNA

په کانګرس حمله د ټرمپ په لمسونې سره شوي ده

13:51 - January 20, 2021
د خبر لمبر: 3484000
تهران (ایکنا) - ټاکل شوې ده چې د امریکا د جنجالی انتخاباتو دګټونکي ولسمشر جوبایډن دلوړې دستورې نن په داسې حال کې ترسره شي ، چې ددغو دستورو دامنیت ټينګولو لپاره د امریکادځانګړي ځواک دومره عسکر په واشنګټن کې ځاي په ځاي شوي چې امریکا ئې په عراق او افغانستان کې هم نه لري او دا امریکا ده چې په درستې نړۍ کې د ډيموکراسئ نغارې هم غږوي .
د امریکا دمشرانو جرګې د جمهوري غواړو داکثریّتي لوري مشر میچ مک کانل بیګا په یولړ څرګندونو کې ددغه هیواد جنجالی ولسمشر ډونالډټرمپ دکانګرس په ودانۍ د حملې عامل بللی او وئيلي ئې دي ، دغه حمله د ټرمپ  او د ځینو نورو بانفوذه  کسانو په لمسونې سره  شوي ده چې باید تپوس ئې وشي .
 د امریکا د مشرانو جرګې د ډيموکراټيک لږکي لوري مشرچاک شومر هم بیګا په کانګرس د ټرمپ د پلویانو د حملې په محکومولو سره  وئیلي دي ،ټرمپ امریکا ته  ډير زیات تاوانونه  اړولي دي .
ټاکل شوې ده چې د امریکا د جنجالی انتخاباتو دګټونکي ولسمشر جوبایډن دلوړې دستورې نن په داسې حال کې ترسره شي ، چې ددغو دستورو دامنیت ټينګولو لپاره د امریکادځانګړي ځواک دومره عسکر په واشنګټن کې ځاي په ځاي شوي چې  امریکا ئې  په  عراق او افغانستان کې هم نه لري  او دا امریکا  ده چې په  درستې نړۍ کې د ډيموکراسئ  نغارې هم غږوي .
تهران راډیو
captcha