د ایران د اسلامی شورا د بهرني سیاست او ملی امنیت د کمیشن مشر مجتبی ذوالنوري په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی ، د بندیزونو دختمولو او د ملی ګټو د ساتنې او دملت د ګټو دتامینولو لپاره د سټراټژيک اقدام دمسودې د قانون په اساس ، که ا روپایان دتیلو د خرڅلاؤ دعادي کولو او دمالی او بانکي بندیزونو د ختمولو په اړه پخپلو ژمنو عمل ونه کړي ،نو د فرورۍ تر یویشتمې نیټې پورې به دایران ایټمي تاسیساتو ته د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس درست لارس رسي غوڅ شي او د الحاقي پروټوکول اجرا به په بشپړ ډول ودریږي .
د ایران د اسلامی شورا دبهرني سیاست او ملی امنیت دکمیشن مشر زیاته کړې ده ،د بندیزونو د دوام په بڼه کې به د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس او دهغو له پلټونکو سره دایران اړیکې د این پي ټي تړون په حد کې وي او له دې ورآخوا به آژانس ته هیڅ آسانتیاوې ورنکړي او د آژانس کیمرې به هم غونډې شي .
ذوالنوري دایران ایټمي تاسیساتو ته د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس دپلټونکو د لاس رسي سویو ته په اشارې سره وئيلي دي ، داین پي ټي تړون په اساس، د الحاقي پروټوکول او دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس د آژانس لپاره دڅارنې درې سوئې شته ، چې یو شمیر هغه پلټنې چې د این پي ټي په اساس دي او دغه پلټنې دوام لري ، دوهمه سویه له الحاقي پروټوکول سره اړونده هغه لاس رسي دي چې آژانس ته ئې ځانګړي آسانتیا ورکوله او دریمه سویه هم له الحاقي پروټوکوله ورآځوا دارزونې سسټم دی.
د ایران د اسلامی شورا د بهرنی سیاست او ملی امنیت د کمیشن مشر روښانه کړې ده ، ددغه قانون اجرائي کیدا سره به دغه دوه وروستي موردونه په بشپړ ډول غوڅ شي او د آژانس یو پلټونکی به هم د مونږ ایټمي مرکزونو ته د واریدیدا حق ونه لري.
تهران راډیو