IQNA

د افغانستان د صلحې د مذاکراتو بهیر دې ګړندې شي

11:57 - January 24, 2021
د خبر لمبر: 3484006
تهران (ایکنا) -د پاکستان حکومت د افغانستان د صلحې د خبرواترو بهیر ته د چټکتیا ورکولو لپاره د امریکې د نوي حکومت په عملي کوشش ټینګار وکړ.

د پاکستان حکومت د افغانستان د صلحې د خبرواترو بهیر ته د چټکتیا ورکولو لپاره د امریکې د نوي حکومت په عملي کوشش ټینګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون وویل: اسلام آباد چمتو دی چې د افغانستان د صلحې په بهیر کښې د امریکې له نویو چارواکو سره ملګرتیا وکړي.

هغه څرګنده کړه: په افغانستان کښې د وروستیو تاوتریخجنو اقداماتو عاملین د صلحې د بهیر خرابونکي دي.

په افغانستان کښې د جنګ او نښتو د ختمولو په موخه له طالب ډلې سره د دغه هیواد د صلحې د خبرواترو دویم پړاؤ د جنورۍ له نهمې نیټې څخه پیل شوی دی.

د افغانستان د صلحې د خبرواترو وړومبې پړاؤ تیر کال ترسره شوی و خو لا یې هیڅ نتیجه نه ده ورکړې.

تهران راډیو

captcha