د پاکستان خارجه وزیر وئيلي دي،د امریکا نوی حکومت باید په افغانستان کې د سولې لپاره له رامینځةشوي فرصته استفاده وکړي او له دغه هیواده د خپلو عسکرو د ویستلو په نسبت دې ژمن پاتې شي .
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي وئيلي دي،هیله مند دی،اسلام اباد د امریکا له نوي حکومت سره لازیات تعامل ولرل شي .
شاه محمود قریشي له الجزیره ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې وئيلي دي، زه فکر کوم جوبایډن دې درک کړي هغه فرصت چې په افغانستان کې رامینځة شوی دی،باید له لاسه ئې ورنه کړي،ځکه مونږ له مودو وروسته په یوې سمې لارې سم شوي یوو .
د پاکستان خارجه وزیر دې ته په اشارې سره چې اسلام اباد د افغانستان د سولې د بهیر د آسانولو لپاره دیوې فضا درامینځةکولو لپاره هڅه کوي ووئيل ، ځيني کسان شته چې له جنګه اقتصادي ګټې ترلاسه کوي ، دا کسان مدعي دي چې دافغانستان په تاؤتریخوالو کې بهرني عناصر لاس لري .
د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډونالډټرمپ له ماتې وروسته او سپینې ماڼۍ ته د جوبایډن په رسیدا پسې،هغه هیوادونه چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول ددغه هیواد دبهرني سیاست په دوسیو کې ښکیل دي ، په دغو دوسیو کې د امریکا د نوي ولسمشر له خوا د یوه منطقي سیاست د غوره کولو غوښتنې کوي .
د افغانستان د جنګ په دوسیې او د سولې په هغې موافقې کې چې د ۲۰۲۰ کال په فرورۍ کې په قطر کې د طالبانو ډلې او امریکا ترمینځ لاسلیک شوي، د افغانستان او دهغو هیوادونو اصلي غوښتنه چې په غیرمستقیم ډول د دغه هیواد په بدلونونو کې سره اړونده دي داي دي چې جوبایډن له افغانستانه د امریکائي عسکرو د ویستلو لپاره د ژمنتیا داجرا په لاره کې پاتې شي او ددغې وتنې دبشپړتیا لپاره دې مشخص وخت اعلان کړي .
پاکستان یوازینی هیواد دی چې د سیمه ایزو او د افغانستان په ګاونډیو لوبغاړو کې د افغانستان دبدلونونو په دوسیې په تیره بیا د جنګ او سولې په دوو دوسیو کې تر ټولو زیات ښکیل او دخیل دی .
د پاکستان د حکومت او خلکو له نظره ، دا د افغانستان د جنګ تر ټولو ستر قرباني دی چې پاکستان ته د له دغه هیواده د تاؤتریخوالو او ناکراریو دلمن پراخیدا پر پاکستان ددغه جنګ تر ټولو زیاتې اغیزې دي .
سره له دې چې د پاکستان چارواکي خپلې هلې ځلې له ترهه ګرۍ سره پر مبارزې او په افغانستان کې د سولې له ټینګیدا او د جنګ جګړو له ختمولو سره پر مرستې متمرکز کړي دي ،خو امریکا اسلام اباد په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د ماموریت له کمزوري کولو او افراط پالنې سره په دوه ګوڼي چلند تورنوي .
په داسې شرائطوکې چې په افغانستان کې د امریکائي او ناټو پوځیانو د شتون دوام په دغه هیواد کې د جنګ دوام ته د طالبانو د لمسولو له لارې د بې ثباتۍد دوام لامل کیږی،دم ګړۍ له افغانستانه د بهرنیو عسکرو ویستل په یوې ملي او سیمه ایزې غوښتنې بدله شوې ده چې پاکستان هم ددغې غوښتنې دپوره کیدا ډيره زیاته مطالبه کوي .
د پاکستان چارواکي په دې اند دي،له افغانستانه د امریکاپه وتلو سره د بې ثباتۍ او ناکراریو درامینځةکولو لپاره په افغانستان کې د افراطي ډلو انګیزه له مینځه ځي ا و یا هم ډيره کمیږي .
پر دې سربیره هماغه ډول چې دپاکستان خارجه وزیر هم ورته اشاره کړې ده، د امریکا وتل ، په افغانستان کې د جنګ دختمیدا او دسولې د ټينګیدا لپاره اصلي زمینه راپنځوي چې دا موضوع د ګاونډیو هیوادونو او دسیمې په سویه هم یو لړ مثبتې اغیزې لري .
که څه هم دپاکستان چارواکو په کرتو وئيلي دي ، په افغانستان کې هرډول بې ثباتي به په هغه هیواد کې دبې ثباتۍ لامل شي ، خو د کابل چارواکي تل د اسلام اباد د چارواکو پر دریځونو اوسیاستونو بې باوره دي او حتی د دواړو هیوادونو د لوړپوړو سیاسی چارواکو په سویه هم نه دي توانیدلي ، په دوو اړخیزو اړیکو کې د بې اعتمادیو پر کمیدا کومې اغیزې وشیندي .
تهران راډیو