IQNA

افغان ولسمشر :

د شپږ نیمو بجو غونډو کلتور به په ټولو ادارو کښې لازمي شي

10:35 - January 25, 2021
د خبر لمبر: 3484012
تهران (ایکنا) - افغان ولسمشر محمد اشرف غني وويل، «د شپږ نیمو بجو غونډو» کلتور به د ټولو ولایتونو «امنیتي تړونونو» او ورپسې ټولو ادارو کښې لازمي وګرځولې شي.
د ولسمشر د ویاند دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون د جمهوري ریاست د وړومبي مرستیال امرالله صالح دفتر کې د شپږنیمو بجو ځانګړې غونډې ته وکړې.
د شپږ نیمو بجو غونډې هره ورځ د ولسمشر د وړومبي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د هغه په دفتر کې د بېلابېلو ادارو چارواکو په ګډون د روان کال د تلې له ۲۶مې راهیسې له هغه وخته جوړېږي چې د کابل امنیتي چارو مسوولیت د ولسمشر په امر صالح ته وسپارل شو. په دغو غونډو کې د امنیت او ځینو نورو مسایلو په تړاو بحث او پرېکړې کېږي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼې له مخې، ولسمشرپرون د شپږنیو بجو په غونډه کې برخه اخيستې او ویلي یې دي چې د دغو غونډو په وړاندیزونو او غوښتنو دقیق غور کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د شپږنیمو بجو غونډو پر دوام ټینګار وکړ، ویې ویل چې دغه غونډې به نه یوازې ونه ځنډېږي، بلکې ډېر ژر به د ځانګړې امریې له لارې د شپږ نیمو بجو د غونډو کلتور د ټولو ولایتونو «امنیتي تړونونو» او ورپسې ټولو ادارو کې لازمي شي.
دا په داسې حال کې ده چې د یادو غونډو له جوړېدو سره د کابل امنیتي وضعیت نه دی ښه شوی.
تهران راډیو
captcha