IQNA

د فلسطين په نيواکي زمکو کښې د کورونا يو بل ډول وپېژندل شو

10:36 - January 25, 2021
د خبر لمبر: 3484013
تهران (ایکنا) - د صهيونېسټ رژيم يو چارواکي په نيواکي زمکو کښې د کورونا د يو نوي ډول د پېژندل کېدو خبر ورکړ.
د صهيونېسټ رژيم د روغتيا وزير يولي الدشتاين پرون وويل، تر اوسه مو د کورونا په نوي ډول د پينځو کسانو پېژندګلي کړې ده چې دغه کورونا وائرس له افريقائي او برطانوي ډوله مختلف دے.
هغه زياته کړه دغه نوے ډول وائرس له کيليفورنيا اوامريکې څخه اسرائيلو ته راغلے دے.
د صهيونېسټ رژيم کابينې پرون په خپله يوه غونډهکښې د کورونا وائرسو د مخنيوي لپاره له نورو هېوادونو څخه نيواکي زمکو ته هوائي سفرونه ممنوع اعلان کړل.
په صهيونېسټ رژيم کښې تر اوسه تقريباً څلور زره درې سوه يوشپېته کسان د کورونا وائرسو له کبله مړۀ شوي  او يوازې د خالي په ورځ دوه زره څلور سوه نور کسان په کورونا وائرسو اخته شوي دي.
په نيواکي زمکو کښې په کورونا وائرسو د اخته شويو ټولو کسانو شمېر له پينځه اويا زرو اوړېدلے دے چې له دغو څخه د يو زر دوه سوه بيمارانو حالت سخت دے  او درې سوه شپاړسو تنو ته آکسيجن لګېدلے دے.
تهران راډیو
captcha