د صهيونېسټ غاصب رژيم ځواکونو په تېر ميلادي کال کښې د اردن د سيند په لويديځه غاړه کښې د فلسطينيانو 869 کورونه او ودانۍ ويجاړې کړي او شپږ زره پينځه سوه اوه مېوه دارې ونې ويجاړې کړې دي.
د ويلو ده چې صهيونېسټ رژيم د فلسطينيانو د کورونو په ويجاړولو او د هغوي په زمکو کښې د صهيونېسټ مېشته ښارګوټو په جوړولو سره غواړي د فلسطيني سيمو جغرافيائي جوړښت بدل کړي او دغو سيمو ته صهيونېسټي بڼه ورکړي چې په فلسطيني سيمو کښې خپلې سلطه غوښتنې تثبيت کړي.دغه ټول صهيونېسټ مېشته ښارګي د نړيوالو قوانينو له مخې غېرقانوني دي.
تهران راډیو