حسن ايرلو بېګا په يو ټوئيټ کښې په دې باندې په تاکيد سره چې په يمن کښې جنګ پکار دے بند شي وليکل؛ ټولو ته دا خبره څرګنده ده چې امريکه په نړۍ کښې د ترهه ګرۍ باني او مور ده.
هغه زياته کړه، امريکه د يمنيانو د محاصرې ملاتړ او ملګرتيا کوي او د هغوي انساني مصيبتونه لا زياتوي.
په يمن کښې د ايران سفير همدارنګ د امريکې په خلاف د انصارا... د بائيکاټولو په خلاف د يمن د خلقو پرونيو پراخو مظاهرو ته په اشارې سره واضحه کړه، د يمن د خلقو دغه مظاهرې د امريکې او صهيونېسټ رژيم د سلطه غوښتونکي سياست د ردولو تائيدونکې دي.
د يادونې ده چې پرون د ګل په ورځ د يمن پائيتخت صنعا کښې په لکونو يمنيانو د انصارا... غورځنګ به بائيکاټولو کښې د امريکې د اقدام په خلاف د مظاهرو په جوړولو سره وويل، حقيقي ترهه ګري د يمن په خلاف د امريکې اقدامات دي.
دا ډول مظاهرې د عمران، ذمار، إب او صعده په شمول د يمن په نورو ښارونو کښې هم اوشوې او خلقو په دغو مظاهرو کښې د انصارا... بائيکاټول وغندل.
ایرنا