د قدس د غاصب رژيم فوځيانو پرون په ناڅاپه توګه د فلسطيني اسيرانو ښځو په سلولونو حمله وکړه او هغوي يې سختې وځپلې.
صهيونېسټي فوځيانو د سختې يخنۍ باوجود ښځې اسيرانې له خپلو زنداني کوټو څخه راووېستلې په سخت وهلو ډبلو يې پرې شروع وکړه.
همدارنګ د فلسطيني اسيرانو د مطالعاتو مرکز په دې وروستيو وختونو کښې وويل، د صهيونېسټ رژيم په بنديخانو کښې په کورونا وائرسو د اخته فلسطينيانو شمېر لږ تر لږه دوه سوه پينځه نوي ته رسېدلے دے.
دغه مرکز د يو رپوټ په خپرولو سره وويل، په اوس حال کښې د صهيونېسټ رژيم په بنديځانو کښې څلور زره څلور سوه فسطينيان اسيران دي.
په دغه رپوټ کښې راغلي دي چې د صهيونېسټ رژيم چارواکي د فلسطيني اسيرانو بنديخانو ته وينځونکي موادو او سېنټائزرونو له وړلو څخه مخنيوے کوي او دغه فلسطيني اسيران تل له بدني او روحي شکنجو او غېر انساني سلوک سره مخامخ دي.