IQNA

د انور شاهين خانخېل د دوو کتابونو مخکتنه

20:07 - February 12, 2021
د خبر لمبر: 3484064
تهران (ایکنا) - د پاکستان په پېښور کښې د ايران د اسلامي جمهوريت په کلتوري مرکز خان فرهنګ کښې د امام خميني (رح) د يوان پښتو منظوم ترجمه او د آيت الله ناصر مکار شيرازي د «اعتقاد ما» کتاب پشتو ترجمه کتابونو مخکتنه اوشوه.
د پښتو د نامتو شاعر، ليکوال،مترجم، محقق او جرنلېسټ چې له تهران پښتو رېډيو سره هم همکاري لري د دوو کتابونو: «د امام ديوان»  چې د امام خميني (رح)  د ديوان پښتو منظوم ترجمه ده او په اول ځل په پښتو يې د پوره ديوان منظوم ترجمه اوشوه بل «د سپېځلو لار» چې د آيت الله ناصر مکارم شيرازي د « اعتقاد ما» کتاب ترجمه ده او په دې وروستيو وختونو کښې له اهلبيت پښتو اکېډېمۍ لخوا چاپ او خپارۀ شوي دي مخکتنه د سباون د لسيزې په ورځو کښې د خېبر پښتونخوا پېښور د ايران د اسلامي جمهوريت په خانه فرهنګ کښې اوشوه. په دغه دستوره کښې ګڼ شمېر ادبي او ثقافتي شخصيتونو ګډون وکړ. همدارنګ وېنا والو د امام خميني (رح) په ادبي او عرفاني شخصيت او شاعرۍ باندې رڼا واچوله او هم يې د اعتقاد ما نومې کتاب چې د خداے د ګران رسول (ص) د اهلبېتو عليهم السلام د مکتب په عقائدو مشتمل  دے د مسلمانانو په اتحاد او نزدېکت کښې  د دغه کتاب په اهميت وېنا ګانې وکړې.د مراسمو په آخر کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د کلتوري مرکز خانه فرهنګ د ډائرېکټر مهران اسکندريان، په پېښور کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سرکنسول حميد رضا قمي، ديني عالم علامه عابد حسين شاکري او سيد صابرشاه صابر په لاسو د دواړو کتابونو مخکتنه اوشوه. او ګډون والو لخوا يې هرکلے اوشو.
په پیښور کې د ایران خانه فرهنګ 
captcha