د اسلامي انقلاب معظم رهبر د پيغام متن چې پرون سهار په اروپا کې د محصلانو په چارو کې د رهبرۍ د ستر مقام استازي حجت الاسلام والمسلمین احمد واعظي په دغه مجازي غونډه کې قرائت کړ، په دې ډول دی:
بسم الله الرحمن الرحیم
ګرانو محصلانو
هره ورځ چې تیریږي ، د هیواد په پرمختګ کې د ځوانانو د رول اهمیّت او د دوي د راتلونکي تضمین لازیات ښکاره کیږي . او دکروناعمومي بحران هم دا یو ځل بیا اثبات کړی دی . په دغې پیښې کې د ځوانانو ولولناک او هیله منونکی او انګیزه لرونکی همت زیار د هیواد دنورو ډيرو مسئلو په څیر ، دعملي اوعلمي لارو او غوټو پرانیستونکی شوی دی ، دا داسلامی انقلاب یو ترټولو غوره ویاړ دی چې توانیدلی دی ، د هیواد ځواکمنو ځوانانو ته پّ اساسی مسئلو کې دغوره رول لوبول ورزده کړل .
له تاسو خواږو محصیلیونو تمه کیږي ، چې په دغه له غنیمت ډک فرصت کې ، چې ستاسو په اختیار کې دی ،ځانونه ، لازیات په علمی ، دیني او اخلاقي صلاحیَتونو ښکلي کړئ او رول لوبونې ته تیار شئ، او داسلامی انجمنونو ټولنې په دې باب لا درندې او البته ویاړمنې دندې لري.
والسلام علیکم و رحمةالله
سیّدعلی خامنهای
لومړۍ کب ۱۳۹۹