IQNA

د خبرګان جرګې له غړو سره د اسلامي انقلاب د معظم رهبر کتنه

د ایران د پخولو حد ۲۰ فیصد نه دی/ که د هیواد ضرورت شو نو د یورانیمو پخونه تر ۶۰ فیصدو هم رسولې شو

6:48 - February 23, 2021
د خبر لمبر: 3484095
تهران (ایکنا) - حضرت آیت الله خامنه اي د امریکې او دریو اروپايي هیوادونو ادبیات مستکبرانه، طلبکارانه او غیرمنصفانه او غلط ادبیات وبلل او وې ویل: د ایران اسلامي جمهوریت به په ایټمي موضوع کښې له خپلو منطقي دریځونو شاته نه شي او د هیواد د مصلحت او ضرورت له مخې، تر کومې چې ضروري وي، حتی د یورانیمو تر ۶۰ فیصده بډایونې به هم مخ ته لاړ شي.
د ایران اسلامي جمهوریت به په ایټمي موضوع کښې له خپلو منطقي دریځونو شاته نه شي او د هیواد د مصلحت او ضرورت له مخې، تر کومې چې ضروري وي، حتی د یورانیمو تر ۶۰ فیصده بډایونې به هم مخ ته لاړ شي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي پرون د خبرګانو شورا د مشر او د ولس د غوره کړو استازو په کتنه کښې، د ایران د برجامي ژمنو د کمولو په وړاندې د امریکې او دریو اروپايي هیوادونو ادبیات مستکبرانه، طلبکارانه او غیرمنصفانه او غلط ادبیات وبلل او ویې ویل: اسلامي ایران له وړومبۍ ورځې نه تر اوږدې مودې پورې د اسلام د تعلیماتو له مخې پر خپلو ژمنو عمل وکړ خو دغو څلورو هیوادونو له اولې ورځې نه خپلې ژمنې پوره نه کړې په دې وجه له هغوي باید پوښتنه وشي او سزا وویني.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي زیاته کړه: کله چې امریکا له ایټمي موافقې ووتله او نورو یې هم ملګرتیا وکړه نو د قرآن حکم دا دی چې ته هم خپله ژمنه پریږده خو بیا هم زمونږ محترم حکومت ژمنې ماتې نه کړې او ورو ورو یې په کښې کموالې راوسته چې البته دا کارونه یې هم، په خپلو دندو باندې د مقابل لورو د عمل کولو په بڼه کښې د بیرته ستنیدو وړ دي.
دوي وفرمایل: په دې منځومان کښې هغه نړیوال صهیونیسټ جوکر مدام وايي چې مونږ نه پریږدو چې ایران ایټمي وسلې جوړې کړي، حال دا چې باید هغه ته وویل شي که اسلامي ایران د ایټمي وسلو د جوړولو نیت درلودې نو ده او له ده لاستر کس یې هم مخه نه شوه نیولې.
حضرت آیت الله العظمی خامنه اي ټینګار وکړ: کوم څیز چې د ایټمي وسلې د جوړولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت مخه نیسي، هغه اسلامي فکر او اصول دي چې د ایټمي یا کیمیاوي وسلو په شان د هرې هغې وسلې جوړول یې منع کړي دي چې د عامه خلکو د وژلې سبب کیږي.
معظم رهبر د امریکې په ایټمي بمبارۍ کښې د ۲ لکه ۲۰ زرو کسانو د قتل عام او هم داشان یې د یمن د مظلوم ولس محاصرې او د لویدیځوالو د جوړو جنګي الوتکو له خوا یې د بازارونو، روغتونونو او ښوونځیو د بمبارۍ په یادولو سره وویل: د غیرپوځي او بیګناه خلکو وژل د امریکایانو او لویدیځوالو طریقه ده او د ایران اسلامي جمهوریت دغه طریقه نه مني او په هم دې وجه د ایټمي وسلې فکر او سوچ هم نه کوي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ: مونږ د هیواد له اړتیاؤ سره سم د ایټمي توانمنیو ترلاسه کولو ته هوډمن یو او په هم دې وجه به د یورانیمو د پخولو حد ۲۰ فیصده نه وي بلکې تر کومې چې ضروري وي او د هیواد ورته اړتیا ولري نو ممکنه ده چې تر ۶۰ فیصدو پورې د یورانیمو بډایونه مخ ته لاړه شي. البته یو څو کلن تړون شوی دی چې که هغوي پرې عمل وکړي نو مونږ به پرې هم تر دغو څو کلونو پورې عمل وکړو خو لویدیځوال ښه پوهیږي چې مونږ د ایټمي وسلو په تکل کښې نه یو.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه: د ایټمي وسلو موضوع بهانه ده، هغوي حتی متعارفو وسلو ته هم زمونږ د لاسرسۍ مخالف دي ځکه چې غواړي د قدرت مؤلفې له ایران څخه وتروړي.
معظم رهبر په دې لړ کښې دغه حقیقت ته په اشارې سره چې ایټمي سلاکوټونه به په نزدې راتلونکي کښې د لاسالمې، پاکې او ارزانې انرجۍ په برابرولو سره د انرجۍ ډیره مهمه سرچینه وي، د یورانیمو پخوالو ته د هیواد ضرورت یو ضروري کار وباله او ویې ویل: لویدیځوال غواړي په کومه ورځ چې ایران ایټمي انرجۍ ته ضرورت پيدا کړي، د دوي محتاج ووسي او هغوي زمونږ دغه اړتیا د خپلو بدماشیو او کلنګ اخیستلو لپاره یوه وسیله وګرځوي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ: ایران اسلامي جمهوریت به د نورو پیښو په شان په ایټمي موضوع کښې هم شاتګ ونه کړي او په پوره قدرت سره به په هغه لاره تګ وکړي چې د هیواد نننې او سبانې مصلحت او اړتیا ده.
3955638
captcha