IQNA

الازهر: نړیواله ټولنه دې د فلسطین له مقدس ځایونو ساتنه وکړي

9:02 - February 23, 2021
د خبر لمبر: 3484097
تهران (ایکنا) - د مصر الازهر اسلامي مرکز څارونکي له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې په فلسطیني ځمکه کې د یهودي میشته ښارونو په غیر منظم ډول جووړولو کې د صهیونیسټي رژیم د سیاست په مقابل کې د دغه ځمکې له مقدس ځایونو ساتنه وکړي.

د مصر الازهر اسلامي مرکز له افراط ګرایي سره د مبارزې څارونوالي د بیت صفافا ښار په پولو کې د ارتدکس کلیسا پورې اړوند په ځمکو کې د ۳۰۰ کورونو جوړولو لپاره د صهیونیسټي رژیم پروګرام وغندلو.
د الازهر څارونکي په دې خبري بیانیه کې د اسرائیلو لخوا د ښار جوړولو پروګرام د پریکړلیک او ټولو ژمنو چې د مسیحیانو کلیسا او فلسطیني ځمکې د ساتنې پرې ټنګار کوي په څرګنده سرغړول وګڼل.
دې مرکز ټینګار وکړ چې اسرائیلو په قدس کې حقیقي جمعیت ته بدلون ورکولو په هدف سره د ټولو فلسطینیانو لخوا صهیونیسټ ښاریزو ته ګټه ور رسولو هدف وټاکلو.
د الازهر څارونکي له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د دغه ښارونو جوړولو سیاست چې له نړیوال قانون سره مخالف دی مخه ونیسي او د فلسطین له مقدس ځایونو ساتنه وکړي.
3955472

captcha