IQNA

په عراق کې د مولود کعبه مجازي قرآني سیالۍ

7:29 - February 24, 2021
د خبر لمبر: 3484098
تهران (ایکنا) - په نجف اشرف کې د علوي علیه السلام سپیځلي زیارت د حضرت امام علي علیه السلام د زوکړې په مناسبت مجازي قرآني سیالۍ ترسره کوي.

په نجف کې د امام علي علیه السلام د زیارت قرآني مرکز د قرآن ناطق حضرت امیر المؤمنین علي علیه السلام د زوکړې په مناسبت سره مجازي قرآني سیالۍ د مولود کعبه تر عنوان لاندې ترسره کوي.
په دې اوه د علوي زیارت بهرنیو اړیکو برخې غړي حسنین حرز الدین وویل: د علوي زیارت د قرآن کریم مرکز د بهرنیو اړیکو برخې د مولود کعبه مجازي قرآني سیالۍ د قرآني علوي اونیزه پروګرامونو او د حضرت علي علیه السلام د زوکړې د میلاد په برکت د دغه زیارت قرآن کریم مرکز په رسمي سایت کې ترسره کوي.
حرزالدین زیاته کړه: دا سیالۍ به تر یوې اونۍ ترسره کېږي او هر ورځ به یو قرآني پوښتنه په سایټ کې ورکړ کېږي او د هغې ځواب به د لینک له لارې په ځانګړې توګه د مینه والو په اختیار کې ورکړ کېږي. د هغه کسانو نومونه چې د پوښتنو سم ځوابونه ورکړي د قرآن کریم د مرکز لخوا له قرعه کشي وروستو ګټونکو ته جایزې ورکړ کېږي.

په عراق کې د مولود کعبه مجازي قرآني سیالۍ

3955559

captcha