IQNA

اندونیزیا د رمضان لومړۍ نیټې له فلکي محاسباتو وروستو خبر ورکړ

8:00 - February 24, 2021
د خبر لمبر: 3484100
تهران (ایکنا) - د اندونیزیا محمدیه ادارې مرکزي دفتر د ۱۴۴۲هجري قمري کال د رمضان المبارک د میاشتې د لومړۍ نیټې له فلکي محاسباتو وروستو خبر ورکړ.

په اندونیزیا کې د ایران د کلتوري اداراې، د محمدیه ادارې مرکزي دفتر له نجومي محاسباتو وروستو دد ۱۴۴۲هجري قمري کال د رمضان المبارک د میاشتې خبر په ورکولو سره وویل د ۲۰۲۱ کال لومړۍ روژه به په ۱۳ اپریل او د ۱۴۰۰ لمریز کال له وری میاشتې ۲۴ نیټې سره سمون لري.
د دې محاسباتو له مخې ۱۴۴۲ لومړې شوال د زیارت په ورځ، د ۲۰۲۱ کال په ۱۳ می او د ۱۴۰۰ لمریز کال ۲۳غويی او د ۱۴۴۲ کال لومړۍ ذیحجه به د یکشنبې په ورځ، د ۲۰۲۱ کال په ۱۱ جولائی (۲۱ چنگاښ) سره سمون لري.
د عرفي ورځ(۹ ذیحجه ۱۴۴۲ هـ) به هم د دوشنبې په ورځ، ۱۹ جولائي او لوې اختر(۱۰ ذیحجه ۱۴۴۲ هـ) به هم ۲۰۲۱ کال په ۲۰ جولائي وي.
دا په داسې حال کې دي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د رسمي تقویم له مخې د ۱۴۰۰ لمریز کال په ۲۵ وري لومړۍ رمضان او د ۱۴۰۰ کال لمریز کال په ۲۳غويي د ۱۴۴۲ کال لومړې شوال ټاکل شوې دی.
3955792

captcha