IQNA

په الجزایر کې د قرآن د خطاطۍ او سینګار سیالۍ ترسره شوې

20:40 - March 01, 2021
د خبر لمبر: 3484103
تهران (ایکنا) - د الجزایر د سینګار او خطاطۍ د جم لخوا د قرآن د خطاطۍ او سینګار سیالۍ د دغه هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره شو.

به الجزایر کې د سینګار او خطاطۍ جم پورې تړلې آفاق هنري موسسې، د الجزایر په بېلابېلو ولایتونو کې د قرآن کریم سینګار او خطاطۍ د سیالۍ یوه دوره ترسره کړه او دغه مراسم د دغه هیواد دکلتور وزارت پورې تړلې د قصر الثقافه په تالار مفدي ذکریا کې ترسره شول چې له لومړي تر دریم پورې مقام ترلاسه کونکو ترمینخه جایزې ورکړې شوې.
په دې مراسم کې چې د روغتیا د معیارونو له رعایت سره ترسره شوې، په الجزایر کې د ایران د کلتوري سازمان مشر سید جلال جعفری میر آقايي، د میلمه په توګه شتون لرلو.
د ایران د کلتوري سازمان مشر د الجزایر د خطاطۍ او سینګار د جم له مشر محمد بن قانیف سره په کتنه کې په الجزایر کې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري د استازیتوب چمتووالي او د ایران په قرآني او هنري مرکزونو لخوا د قرآن او هنر په زمینه کې د الجزایر له هنري او هنر دوست مراکزو سره د لا زیاتې همکارۍ لپاره د چمتووالي اعلان وکړ.
3956864

captcha