مولوي فیض محمد د کندز ولایت د دیني علماوو رییس پاتې شوی و او اوس یې د کابل دارالعلوم کې د عربي ژبې د استاد په توګه دنده مخته وړله.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي، دغه پېښه نن (چهارشنبه، ۱۳ د کب) سهار شاوخوا ۶:۰۰ بجې د کابل ښار اوولسمې ناحیې اړوند «جکشن سړک» سیمه کې رامنځته شوې ده.
ښاغلي فرامرز د دغه عالم نوم «مولوي فیضمحمد فایز» یاده کړی او زیاته کړې یې ده چې ناڅرګنده وسله والو نوموړی د تفنګچې په وسیله وژلی دی.
نوموړي د دغه دیني عالم په اړه زیات جزیات ور نه کړل، خو ویلي یې دي چې دغه پېښه د امنیتي ګډ ټیم تر کار لاندې ده.
تراوسه کوم چا یا ډلې یې د وژلو مسوولیت نه دی منلی.