IQNA

انصار الله: دښمن مارب د داعش او القاعده په ځاله بدل کړی دی

20:36 - March 04, 2021
د خبر لمبر: 3484118
تهران (ایکنا) - د یمن انصار الله سیاسي دفتر په یوه بیانیه کې ویلې دي چې سعودي ائتلاف د مارب جبهه د داعش او القاعدې په ځاله کې چې د امریکې د امر لاندې د دې ائتلاف په ملاتړ جنګېږي بدله کړې ده.

د انصار الله د غورځنګ د سیاسي دفتر په دغه بیانیه کې راغلي دي: د واشنګټن دریځ په یمن باندې یرغل او د یمن ملت خپل هدف ګرځولو لپاره یو محافظتي چترۍ فراهم کړې ده.
په دې بیانیه کې ټینګار شوې چې سعودي ائتلاف چې امریکې د حمایت د چترۍ لاندې جنګېږي د مارب جبهه په القاعده او داعش ځاله بدله کړې ده.
د انصارا الله سیاسي دفتر په دغه بیانیه کې زیاته کړې ده چې دښمن له مارب جبهه د یمن په نورو ولایتونو لکه الجوف، صنعاء او البیضاء باندې هم بریدونه پيل کړې دي.
3957498

captcha