د سویډن پولیسو خبر ورکړ د وتلاندا په ښار کې یو نامعلومه کس په ډزو کې اته کسان ژوبل کړې دي. وتلاندا ښار د دغه هیواد د پلازمینې ښار استکهلم په خوا کې دی.
پولیسو په لسو دقیقو کې د دې پېښې ځای ته ځان رسولی او ویلې کېږي د دې برید کولو په شک کې یې یو شل کلنه مشکوک کس نیولې هم دی، په ډزو ژوبل کسان روغتون ته وړل شوې دي.
د په ۲۰۱۷کال کې د یو افراطی ټرک چلونکي په دغه هیواد کې د سړک په غاړه ولاړ خلکو باندې وروستلې و چې په پایله کې ۵ تنه مړه شوې و. د سویډن چارواکو دا برید د دغه هیواد په تاریخ ترټولو لوې جنایت ګڼلې و.
د پیښې په تعقیب کې، د سویډن اسلامي فتوا په یو بیان کې وویل چې د سویډن په پلازمینه کې د افراطي پیښې خبر زمونږ قهر راپارولی او مونږ یې ډیر غمجن کړې یو، او مونږ دا ډول ټولې کړنې غندو چې د اسلام له دین سره هیڅ تړاو نه لري.
3957514