IQNA

سيد حسن نصرالله د معظم رهبر قدرونه او مننه وکړه

15:23 - March 06, 2021
د خبر لمبر: 3484122
تهران (ایکنا) - د لبنان د حزب الله مشر د ايران د اسلامي انقلاب معظم رهبر ته په يو پېغام کښې د لبنان د تکړه ديني عالم شېخ احمد الزين په وفات د خواښينۍ او تسليت د ويلو په باب د هغوي قدرونه او مننه وکړه.

د المنار چېنل د رپوټ له مخې سيد حسن نصرالله حضرت ايت ا... العظمی سيد علي خامنه اي ته په خپل يو پېغام کښې د ارواښاد شېخ احمد الزېن د لارې او د حزب الله د اهدافو او آئيډيالونو د دوام لپاره په خپله ژمنه تاکيد کړےدے.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي تېره هفته سيد حسن نصرا... ته په يو پېغام کښې مجاهد عالم قاضي شېخ احمد الزېن په وفات تسليلت ووايۀ.

شېخ احمد الزېن د لبنان يو ستر سني عالم، په صېدا ښار کښې پخوانے شرعي قاضي او د لبنان د مسلمانو علماو د ټولنې د مرکزي کابينې مشر ؤ چې تېره هفته وفات شو.

شېخ احمد الزين په سيمه کښې د صهيونېسټ رژيم په خلاف دريځونو سره پېژندل کېدۀ او مقاومت يې د قدس شريف د ازادۍ يوازېنۍ لار بلله او د خپلو مبارزو په لار کښې ورباندې په ځلونو د صهيونېسټ رژيم لخوا قاتلانه حملې شوې او زورول شوے ؤ.

parstoday

captcha