IQNA

دآیت الله سیستانې سره دپاپ دلیدوکتو جزئیات / دفلسطین دخلکوله کړاونوترسوله ایز ژونده اړتیا

8:48 - March 07, 2021
د خبر لمبر: 3484123
تهران (ایکنا) -په عراق کې دشیعه مسلمانانو دعالیقدرمرجع دفتردآیت الله سیستانی سره دواتیکان اعظم پاپ دکتنۍ پسې دبیانی په صادرلوسره ددغو خبرو اتروپه اړه وویل چې دوواړو خواوټینګاردرلودل چې باید لوی قدرتونه په تعقل اوفکرسره له جګرې اوشخصی ګتوڅخه دلاس اخیستلوبلنه وړکړي .

ایکنا خبري آژانس دبغدادالیوم خبري آژانس له  قوله  لیکي چې دآیت الله سیستانی دفتر شنبه دکب په ۱۶ مه نیټه په عراق کې دشیعیانو عالیقدر مرجع سره دپاپ اعظم  واتیکان دکتني په پای کی بیانیه صادرکړه.

په دغه بیانیه کې راغلې ده چی نن سهار حضرت آیت الله سیستانی دواتیګان داعظم پاپ سره کتنه وکړه. په دغه کتنه کې دواړو لورو دهغولانجو په اړه چې اوس مهاله بشریت ورسره مخامخ دي .خداې ته دایمان رول ،اخلاقې ارزشتونوته پایبندي ، اوپردغولانجوباندی د بریالۍ کیداپه اړه اخبري اتري وکړل.

ددغه بیاني په اساس آیت الله سیستانی دنړۍ د بیلابیلوهیوادونو دخلکود رنځونواوکړانو په اړه اوهمداراز له ظلم ، بیوزلې .ددیني اوفکري بی عدالتۍ ،داساسی خپلواکیوڅپل اوپه ځانګري توګه دهغې ستونزي په اړه  چې دسیمی ولسونه ورسره مخامخ دي خبرې وکړې  دخلکودکډوالیدا .اقصتادي بایکاټونه ، جنګ وجګړی اودتاوتریخوالو اقداماتو اوداسې نور اوترهرڅه مهمه هغه څه چې دفلسطین پرولس اواشغال شوي ځمکوکی رامینځته شوی دي .

په دغه بیانیه کې هم راغلې ده چې آیت الله سیستاني دمعنوي اودیني مشرانوپه رول دستونزوسره دمقابلي په اړه وویل چی بایدله لویوقدرتونو څخه وغوښتل شي چی له عقل اوحکمت څخه کارواخلي اود جکړي ژبه پریږدي.

په غه بیانه کې راغلې ده چې آیت الله سیساتي دهمدې موضوع په اړه ټینګاروکړ.چې مسیحې ښاریزودنوروعراقیانوپه څیر دسولې .امنیت اوقانونې حقونوپه برخمنتیداسره ژوندوکړي .

 

آیت الله سیستانی ددیني دعالیقدرمرجیعت په رول دعراق دمسیحیانو د ټولني په ملاتړاوهغونوروکسانوچې په دا ورستیوکلنوکې دظلم اوځپلی لاندی راغلي دي وویل يه ځانګرې توګه په هغووختونوکې چی تروریټستان دعراق څوولایتونه یې نیولې وو .اوهلته  بیشرمانه تروریسټي اقداماتو یې ترسره کړي وو.

دبیانې په پاي کې راغلې دي چی آیت الله سیستاني دواتیکان داعظم پاپ اوکاټولیک کلیسا دپیروانواوهمداراز د ټولوبشریت لپاره دنیکمرغۍ هیله لری اودپاپ اعظم څخه د دي لپاره چې نجف اشرف ته دسفر اوددغې کتني لپاره ستونزي زغملي دي قدرونه وکړه.

دواتیکان دفتر : آیت الله سیستانی د له مظلومینواوعراق له یوالې څخه ملاتړوکړ.

دواتیکان دپاپ مطبوعاتې دفتردیوي بیاني په ترڅ کی اعلان وکړ.

پاپ فرانسیس له آیت الله سیستانی څخه دشیعیه مسلمانانوسره یوځاي دتاوتریخوالۍ او له مظلومانوڅځه دملاتړ اودعراق د ولس د یوالي په ساتلوکی ږغ  پورته ګړ قدرونه وکړه.

دبغداد الیوم خبري آژانس په دي اړه وايې دپاپ واتیکان ددفتر په یوي بیاني وویل چی پاپ نن سهار په نجف اشرف کې دآیت الله سیستانی سره کتنه وکړه اودغه کتنه پنځه څلویشت دقیقې دوام وکړ.

په دغه بیانیه کې راغلې ده چې  په عراق کې دشیعه عالیقدر مرجع د دیني قامونو ترمینځ د دوستۍ اوملګرتیا پراهمیت ټینګاروکړ.او وویل د خبرواترو او یوبل ته احترام کول له لارې کولاي شو.چې دعراق اوسیمې  اوټول بشریت په خیراونیکۍ سره شریک ووسو.

دبیانې په پاي که راغلي دي چې پاپ اعظم دآیت الله سیستاني په حضور سره دعا وکړه. او له خداي متعال څخه دټولونړۍ ، مینځې ختیځ او د عراق په خاوره  کي دورورګلوی اوسولې غوښتونکي شو.

3957809

captcha