IQNA

په جرف النصر کې د داعش د پټنځایونو ویجاړول

9:00 - March 08, 2021
د خبر لمبر: 3484129
تهران (ایکنا) - د عراق د بابل ولایت د شمال په جرف النصر سیمه کې چې د کربلا دروازه ګڼل کېږي د داعش پټنځایونه د الحشد الشعبي ځواکونو لخوا ویجاړ کړ.

د الحشد الشعبي یوې قوماندانی د الجزیره عملیاتو په ترسره کولو کې د عراق د بابل ولایت د شمال په جرف النصر سیمه کې د داعش پټنځای ویجاړ کړ.
د الجزایره عملیاتو قوماندانۍ پورې اړوند دوه لوا ۴۷ او ۴۶ د پټو اطلاعاتو پر اساس د جرف الن۲صر په العویسات منطقه کې د داعش پټځای په نښه او په بشپړه توګه ویجاړ کړ.
د حشد الشعبي ځواکونو په دې وروستیو کې د داعش ډلې هر ډول نفوذ مخنیوی کړۍ او د بابل ولایت په شمالي سیموکې د ښاریزو د امنیت لپاره یې اطلاعاتی او امنتیي تدابیر خپل کړې دي.
سردار حاج قاسم سلیماني شهید په ۹۳ کال کې د جرف الصخر سیمه د عاشورا عملیاتو په قوماندانۍ کې له داعش ترهګرې ډلې ازاده کړې وه.
3958059

captcha