IQNA

د اجازې پرته د قرآن په چاپ د مصر د سترې محکمې د مجازاتو حکم

9:15 - March 08, 2021
د خبر لمبر: 3484130
تهران (ایکنا) - د اجازې پرته د مصحف او نبوي حدیثونو په چاپ د مصر د سترې محکمې د مجازاتو حکم صادر کړ.

د مصر سترې محاکمې په یو حکم کې د قاهره جنايي محکمې د مصر د ۱۹۸۵ کال د ۱۰۲ قاون د ۲ مادې پنځم بند قانوني کولو غوښتنې صادرول رد کړ.
دا ماده د قرآن او د نبوي حدیثونو له اجازې پرته د چاپ په هکلله وه او په هغې کې څرګنده شوې وه چې د اسلامي مطالعاتو ټولنې لخوا د قرآن او احادیثو له اجازې پرته د چاپ په جرم محکوم کسانو ته سزا نه ورکولو اقدام جایز نه دی.
د مصر سترې محاکمې اعلان وکړ چې دا نوې حکم د چاپ شوې قرآنونو د روغتیا د تضمین لپاره دی چې ځینې ترهګره ډلې یې د خپلو مجرمانه چلند د توجیه کولو لپاره له ځینو آیتونو په تحریف کولو سره ترې ګټه پورته کوي؛ لذا دارنګه مجرمان باید مجازات شي.
له دې مخکې چې قرآن د لوستونکو لاس ته ورسي، په پنځو مرحلو کې بیا کتل کېږي تر څو له هر قسمه املایی یا نورو غلطو پاک او د آیاتو او پاڼو ترتیب سم وي.
3958083

captcha