د عراق یو امنیتي سرچینې له رسنیو سره په مرکه کې خبر خبر ورکړ چې د دا چاودنه د یو لاسي بم له امله د دوشنبې په شپه د امام موسی کاظم علیه السلام د زائرانو په لار کې رامینځته شوې چې لس کسان په کې ټپیان شوې دي.
دې سرچینې خبر ورکړ چې امنیتي ځواکونو یو مشکوک کس د دې لاسي بم د غورځولو په شک نیولی دی.
هم داشان یوې امنیتي سرچینې د عراق له المعلومه خبري ویبپاڼې سره په خبرو کې وویل چې دا تروریستي چاودنه په کاظمیه کې د امام موسی کاظم علیه السلام د زائرانو په لار کې رامینځته شوې ده.
د دې رسنۍ په وینا، د دغه چاودنې له امله چې د کاظمین د زائرانو په لار کې رامینځته شوې یو شمیر کسان ژوبل او ټپیان شوې دي.
هم د دې په اړه د عراق امنیتي رسنیو د اطلاعاتو مرکز په یوې بیانیه کې خبر ورکړ چې دا چاودنه د یو لاسي بم له امله د الائمه له پل سره نږدې ترسره شوې ده او د لومړي راپورونو پر اساس، په دې کې اته تنه ژوبل او څوک هم په شهادت نه رسیدلي.
د بغداد په الاعظمیه سیمه کې د الائمه پل بغداد له کاظمین سره متصل کوي او زائران له دغه پل د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام حرم ته د تللو لپاره کاروي.
3958454